افغانستانخبرونه

په ميدان‌وردګو کې يوه لرغونې سيمه کشف شوې

د ميدان‌وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي: د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ په ((علي‌سنګ)) سيمه کې يوه لرغونې سيمه کشف شوې ،چې سلګونه کاله تاريخي مخينه لري.
د ميدان‌وردګو ولايت مقام له لوري رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يوه پلاوي د بهسودو ولسوالي ((علي‌سنګ)) سيمې څخه ليدنه کړې او لومړيو څېړنو په ډاګه کړې ،چې ياده سيمه يوه تاريخي سيمه ده او بايد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو سيمو په ارشيف کې رسمي ثبت شي.خبرپاڼه د ميدان‌وردګو د والي قاري بختيار معاذ له قوله ليکې، چې امنيتي ځواکونه به له يادې سيمې څخه په سمه توګه ساتنه کوي او چا ته به اجاره نه ورکول کېږي، چې دې سيمه کې کيندنې وکړي.
نوموړي د ميدان‌وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته دنده سپارلې، ترڅو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د لرغونو سيمو يوه ډله کارپوهان دغه ولايت ته را وغواړي او د يادې سيمې په تړاو نورې پلټنې هم وکړي.
د ميدان‌وردګو اوسېدونکي هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غواړي ،چې د يادې سيمې په تړاو پراخې پلټنې وکړي او د ساتنې لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *