افغانستانخبرونه

په لښکرګاه کې پر نشو روږدي په خپله خوښه درملنه کوي

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې سل بستريز روغتون ته پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول شوي، تر څو يې همدلته درملنه وشي.پر نشه‌يي توکو دروږدو کسانو له ډلې د محمد ابراهيم په نامه يو تن وايي: (( زه ايران ته د سفر پر مهال هلته له ملګرو سره پر دې ناوړه عمل روږدي شوم. اوس مې دلته درملنه کېږي او خوشحاله يم.))د امان الله په نامه بل پر نشه‌يي توکو روږدی کس وايي ،چې يو ځل يې درملنه شوې، خو کله چې يې دنده له لاسه ورکړه، بيرته پرې روږدی شو.نوموړی پر نشه‌يي توکو د بيا روږدي کېدو کيسه داسې کوي: (( دويم ځل ځکه پر نشه‌يي توکو روږدی شوم ،چې دنده مې نه وه او بې روزګاره شوم.))احسان الله هم په ياد روغتون کې د درملنې په هدف شپې او ورځې تېروي او وايي، چې کله پر نشه‌يي توکو روږدی شوی، بيا يې ښه ورځ نه ده ليدلې.ده رسنيو ته ويلي: (( زما په ګډون ټول کسان بايد تر درملنې وروسته توبه وکړي، تر څو په کورنۍ او ټولنه کې يې درناوی وشي.))د لښکرګاه اوسېدونکي هم خوښ دي ،چې له ښاره پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول شوي دي.عبدالخالق وايي: وړاندې به پر نشه‌يي توکو روږدو کسانو د خلکو له کورونو او هټيو غلاوې کولې، خو اوس ترې بېغمه دي.(( دغه کسان چې حکومت ټول کړي، اوس بېغمه ژوند کوو، ځکه غلاوې نشته.))پر نشه‌يي توکو د روږدي کېدو په تړاو ډاکتر هدايت الله وايي: (( ستر لاملونه يې بېکاري، بېسوادي، بهرنيو هېوادونو ته سفرونه او نور دي.))د هلمند روغتيايي مسئولين : بيا وايي چې تر اوسه يې د سلګونو کسانو درملنه کړې ده.په لښکرګاه کې د سل بستريز روغتون آمر ډاکتر حميدالله عابد وايي، چې تر اوسه يې د ۱۰۰۰تنو درملنه کړې چې ۱۰۶مېرمنې هم پکې شاملې دي او اوس ۱۰۰تنه نور تر درملنې لاندې دي.دی هم وايي، چې پر نشه‌يي توکو د روږدي کېدو عوامل لوږه، بېکاري او بېسوادي دي: (( ځکه دلته پر نشو دروږدو کسانو شمېر زيات دی، چې دلته بېکاري او بېسوادي ډېره ده.))د يادولو وړ ده ،چې په تېرو ۱۶مياشتو کې بيا د هلمند له ټولو برخو څخه ۴۵۳۳تنه پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول شوي او د درملنې په هدف روغتونو ته وړل شوي دي.د ياد ولايت د سيمه‌ييزو مسئولينو د معلوماتو له مخې: د دغو کسانو له ډلې ډېر يې روغ شوي او بيرته رخصت شوي دي.د يادولو وړ ده، چې پر هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو څه موده وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کر او قاچاق جدي بنديز لګول شوی او اوس بزګران هڅه کوي، چې د کوکنارو او نورو نشه‌يي بوټو پر ځای بديل کښتونه وکري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *