
له ليبيا ورکړل شوي راپورونه وايي، چې د سختو سيلابونو او توپانونو له امله ۵۰۰۰ کسان مړه شوي او ۱۵۰۰۰ زره نور نادرکه شوي دي. د trt عربي څانګې د خبر له مخې د “ډينيل” توپان او سيلاب له امله د ليبيا ختيځ اغيزمن شوي دي په درنا، بنغازي، سوسي، المرج او بيدا کې لاهم توپان، باران او سيلابونونه دوام لري.د ليبيا د رسنيو د راپورونو له مخې، په سېلابونو کې د وژل شويو کسانو شمېر درې ۵۰۰۰ ته لوړه شوې ده. سره صليب ويلي چې له سېلاب وروسته د ورکو شويو کسانو شمېر بيا ۱۵۰۰۰ زرو ته رسېدلي دي. د ليبيا د ملي يووالي حکومت لومړي وزير “عبدالحميد ديبي” په خپله وينا کې اعلان کړي، چې يوه الوتکه چې ۱۴ ټنه اکمالات، درمل، تجهيزات او طبي پرسونل په کې بار دي بنغازي ته د مرستې لپاره استول شوې ده.دا په داسې حال کې ده چې درنا ولايت د سيلاب د ناورين له امله ډېر زيانمن شوى، د دوو بندونو د نړېدو له امله ښار ته له ٣٠ ميليونه متر مکعب څخه زياتې اوبه داخلې شوې چې د خطرناکو سيلابونو د را وتلو لامل ګرځيدلي دي.په ورته مهال د ليبيا په لوېديځ او ختيځ کې دوو بېلابېلو ادارو له نړيوالو د بيړنيو مرستو غوښتنه کړې او حکومت په ټول هېواد کې درې ورځنى ملي ماتم اعلان کړى دى.
د ويلو ده چې په ۲۰۱۱م کال کې د معمر القذافي د حکومت له نسکوريدو وروسته دغه هېواد په ختيځ او لويديځ ويشل شوي ده. د ليبيا د ملي يووالي حکومت لومړي وزير “عبدالحميد ديبي” چې ترکيه يې ملاتړ کوي په لويديځ کې دنده ترسره کوي او د ملګرو ملتونو لخوا په رسميت پيژندل شوي “اسامه حمد بيا”په ختيځ کې د لومړي وزير په توګه دنده ترسره کوي.