افغانستانخبرونه

په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو ډېروالی او د موټر چلوونکو ستونزې

افغانستان کې په دې وروستیو کې  ترافیکي پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. هر کال د ترافیکي پېښو له امله زیات شمېر افغانان ژوند له لاسه ورکوي.
د کابل او تورخم د لویې لارې ډریور احسان الله وایي: د معیاري سړکونو نشتوالی، د موټرو زیاتوالی، د موټرچلوونکو بې پامي او پر لویو لارو د پولیسو او ترافیکي علایمو نه شتون د هېواد پر لویو لارو د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لاملونه دي چې ور سره د ډېرو مسافرو ژوند له ګواښونو سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړه:  افغانستان کې اوس امکانات کم دي اوله پخوا څخه لو یې لارې او سړکونه کم سوري  جوړ شوي دي، همدا لامل دی چې اوس مهال په افغانستان کې د سوداګریزو توکو ډېره برخه د ځمکې له لارې لېږدول کېږي، له همدې امله بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر پر لویو لارو ناوړه  ترافیکي  پېښې  رامنځته  کوي او دا هم له ډېرو پېښو یوه عمده ستونزه ده.
د احسان الله په وینا: که چېرته د بار وړونکو موټرو لاره بېله جوړه نه شي، نو دا ستونزه به نه کمه شي او نه به په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي، ځکه: سوارلۍ اکثره بېړه لري او غواړي چې ژر خپل ټاکلي ځای ته ورسېږي، نو که چېرته بېړه ونه کړو، په ډېرو موړونو کې به له ساعتونو و نه وځو، په ځانګړي ډول ماهیپر نه، ځګه: دغلته بار وړونکي موټر ورو حرکت کوي او که موږ یې تر شا ولاړ شو، نو دوه ساعته مزل به مو په پنځو ساعته مزل بدل شي، نو ځکه بېړه کوو چې په داسې حال کې بیا د ډېرو پېښو شاهدان هم اوسو.
د سالنګ  لوېې لارې موټر چلوونکی غوث الدین وایي: له بده مرغه چې ډېر ځوانان مو په اوږدو لارو کې ژوند په ترافیکي پېښو کې له لاسه ور کوي. دا ټول د لارو د خرابوالي او په سړکونو کې د نه سهولتونو له امله کېږي، که چېرته مو سړکونه پراخ د سوارلیو او د غټو موټرو جلا وي، نو ممکن  ترافیکي پېښې کمې شي او بل دا چې په لویو لارو کې به سهولتونه رامنځته شي.
د نوموړي په وینا: په خپله هم د ډېرو پېښو شاهد یم چې ډېر ځله په مخ کې ټکرونه شوي دي او د موټر چلوونکي سره مسافرو هم خپل ژوند د لاسه ور کړی دی.
د سالنګ لاره بیا نسبتآ نورو ته ډېر خطر لري، په ځانګړي ډول د واورې اورېدو په ورځ چې د ترافیکي پېښو تر څنګ د موټر ښوېيدل هم ډېر وي چې د سړک نه لوېږي چې دا یوه بله ننګونه ده.
د کابل او لغمان د لویې لارې موټر چلوونکی خان محمد وایي: نږدې پنځلس کاله کېږي چې زه په دې لاره موټر چلوم، په دې کلونو کې مې ډېرې داسې ترافیکي پېښې لیدلي دي چې په کې ډېرو مسافرو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
داسې هم شوي دي چې د موټر چلوونکو د نه پاملرنې له امله یې د مسافرو او تر کاریو ډک موټر د کابل او لغمان په لاره سیند ته لوېدلي دي چې خلک د مالي زیان تر څنګ له ځاني زیانونو سره هم مخ شوي دي.
د دې تر څنګ په همدې لاره کې د غرونو ښویېدل دې چې د موټر چلوونکو لپاره یوه بله ننګونه ده چې ډېری ډرېواران يې له ستونزه سره مخ کړي، همدا هم یو لامل دی چې موټر چلوونکي د وېرې له امله غواړي ژر ورسېږې چې په خپله د ترافیکي پېښو لامل کېږي. البته دا ستونزه هغه وخت زیاته وي، په کومه ورځ چې اورښت وي.
غوښتل مو چې د لویو لارو د ستونزو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د جوړ شوي قانون اړوند د ترافیکو لوی ریاست نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو له ډېر انتظار او هڅو سره سره بیا هم بریالي نه شوو تر څو د هغوی نظر د ځان سره ولرو.
زیارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *