افغانستانخبرونه

په لوګر کې ويجاړ شوي ښوونځي بيرته رغول کېږي

د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي، په دې ولايت کې د هغو نهو ښوونځيو د بيارغولو کار روان دی، چې د جګړو پر مهال وېجاړ شوي وو. دوی زياتوي، چې دغه ښوونځي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق يا يونيسف په مالي مرسته رغول کېږي. په ورته وخت کې يو شمېر زده کوونکي د خپلو ښوونځيو د بيارغونې هرکلى کوي او غواړي چې د زده کړې ښه چاپېريال ورته برابر شي. د لوګر د پوهنې رياست د شمېرو پر بنسټ، په دې ولايت کې ۲۷۵ ښوونځي فعال دي، چې له دې ډلې ۱۰۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *