افغانستانخبرونه

په لوګر کې روان کال ګڼې پروژې پلې شوي

د لوګر د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست مسوولينو د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د خپلو يو کلنو لاسته راوړنو راپور له رسنيو سره شريک کړ.په دغه غونډه کې د ياد ولايت د کليو، بيا رغونې پراختيا رئيس مولوي محمدقاسم راشد وويل، چې په تېر يوه کال کې د دې ولايت د مرکز په ګډون ټولو ولسواليو کې د داخلي بودجې او د ۲۷ همکارو موسسو پرمټ د ۲ميليارده افغانيو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې۵۸۲ پروژې د پلي کولو، مقدماتي او تخنيکي سروې ګانو سربېره زرګونه بې وزلو کسانو ته نقدي او خوراکي مرستې وېشل شوي او دغه راز۷۰ زره کسانو ته په مستقيمه او غير مستقيمه توګه کاري زمينې برابره شوې ده.
راشد زياته کړه، چې د مرکزاو ولسواليو په ګډون دغه پلې شوې پروژو کې سلګونه کيلومتره سړکونه د اساسي جوړولو، جغل اچولو او د زرګونو متره استنادي دېوالونو ترڅنګ زر ګونه متره ويالې، کانالونه او کارېزونه جوړ او پاک شوي دي.
د ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي ميرويس وحيدالله د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست او له همکارو موسسو مننه وکړه، چې په دې مهمو حالاتو کې د دې هېواد د آبادۍ، د ولسونو د هوساينې، بې وزلو د لاسنيوي ترڅنګ زرګونو کسانو ته کاري زمينه برابره کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *