افغانستانخبرونه

په لوګر کې روان کال د کانونو له درکه ۱۲۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي

د لوګر د کانونو او پټروليم رياست مسئولين وايي: په ۱۴۰۱ کال کې يې ۱۲۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د کال تر پايه به څه باندې ۱۸۰ ميليونوافغانيو ته ورسېږي. د دغو مسئولينو په خبره، د اسلامي امارت له راتګ وروسته په قانوني توګه د پنځو کانونو قرار دادونه شوي، د نفرايت څلور کانونه هم اعلان ته سپارل شوي، چې په نږدې ورځو کې به يې چارې پيل شي او اوسمهال د کرومايټو دوو کانونو د کېندنې چارې روانې دي.دغه مسئولين مني، چې د روان کال په لړ کې د ياد ولايت بېلابېلو سيمو کې د ۴۰ نورو کانونو د سروې او اکتشاف پروسې بشپړې شوې او پاتې چارې يې د کانونو او پټروليم وزارت کې تر کار لاندې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *