افغانستانخبرونه

په لوګر کې د څه باندې ۱۷ ميليونو افغانيو په لګښت دوې پروژې بشپړې شوې

د لوګر د کليو، بي رغونې او پراختيا رياست مسئولينو ويلي، چې د دغه ولايت د مرکز پل علم ښار اړوند سيمو کې د UNHCRدفتر په مالي ملاتړ د ۱۷ ميليونو ۳۰۰ زره افغانيو په لګښت دوې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.د لوګر د کليو، بيارغونې او پراختيا رئيس مولوي محمد قاسم راشد ويلي، چې په دغه پروژو کې د پورک سيمې ۱ کيلومتر سړک پخول او کډوالو ښارګوټي کې د ۹۸۰ متره استنادي دېوال جوړول شامل دي، چې پرې ۱۷ ميليونه ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی. د مولوي راشد په وينا، د دغه پروژو چارې د ۴ مياشتو په موده کې بشپړې شوې، چې پر مټ به يې ۹ زره کورنۍ ترې ګټې واخلي او سلګونه جرېبه ځمکه به د سېلابونو له خطره وژغوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *