
د لوګر د عامې روغتيا رياست مسئولينو ويلي، چې ۸ ټنه تاريخ تېره درمل، چې د ياد رياست د څارنې په پايله کې راټول شوي وو، وسوځل شول.د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د روغتيايي قوانينو د تطبيق او څارنې مدير ډاکتر محمد صابر احمدزي ويلي، چې د ۷ ميليونو افغانيو په ارزښت دغه ۸ ټنه تاريخ تېره درمل پر مرکز سربېره د بېلابېلو ولسواليو له درملتونونو د روان ۱۴۰۱ کال په لړ کې راټول شوي وو، چې پرون وسوځول شول.دی ډاډ ورکوي، چې له دې وروسته به هېڅ درملتون ته اجازه ورنه کړي، چې تاريخ تېره او بې کيفيته درمل وپلوري.