افغانستانخبرونه

په لوګر او پکتيا کې پر نږدې ۴ زره اړمنو کورنيو مرستې ووېشل شوې

په لوګر او پکتيا کې د خوړو نړيوال پروګرام او ډاکار موسسې له لوري پر ۳ زره ۸۹۹ اړمنو کورنيو خوراکي توکي او روغتيايي کېټونو ووېشل شول.د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د خوړو نړيوال پروګرام په مالي ملاتړ د يادې ولسوالۍ پر ۳۷۰۰ اړمنو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱ بورۍ اوړه، يوه بوشکه غوړي، دال او مالګه ورکړل شول.په ورته وخت کې د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د ډاکار موسسې له لوري پر ۱۹۹ کورنيو د روغتيا ساتنې کېټونه او لاس وينځلو آب دانونه ووېشل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *