افغانستانخبرونه

په لومړي ځل تحصيلي اسناد په کور دننه چاپېږي

د ماليې او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د ديپلومونو او ترانسکرېپټونو د چاپولو هوکړه ليک د ماليې وزارت د غونډو په تالار کې د دغه وزارت د سرپرست ملا محمد ناصر آخند اود لوړو زده کړو وزارت د سرپرست شېخ ندامحمد نديم له لوري لاسليک شو.د ياد هوکړه ليک له مخې به د ماليې وزرات اړوند د خوندي اسنادو د چاپ مطبعه د لوړو زده کړو يو ميليون اسنادونه چاپوي، چي له جملې څخه يې ۵۰۰ زره ډيپلومونه او ۵۰۰ زره يې ټرانسکرېپټونه دي.ياد اسناد مخکي په جرمني کي چاپېدل، چې د اسلامي امارت له بيا ځلي حاکميت څخه وروسته د لومړي ځل لپاره په افغانستان کي چاپېږي.د دې مطبعې د چاپ شويو اسنادو نمونه د مسلکي کسانو له لوري ارزول شوې ده، چې کيفيت يې په نړيوال معيار برابر دی او په اقتصادي لحاظ يې ګټه دا ده، چې د هيواد مصارف به کم او عوايد به يې د ماليې وزارت ته جمع کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *