
د لغمان ځايي مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې ۴ کيلو متره سړک بيا ورغول شو او د ۵ نورو سړکونو د جوړېدو چارې روانې دي.د لغمان د دولت شاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل وايي، چې د اسلامي امارت له بريا وروسته په دغه ولسوالۍ کې لسګونه پروژې پلي شوې دي او د يو شمېر نورو پروژو چارې روانې دي.
نوموړی زياتوي، چې له دې مخکې په دغه ولسوالۍ کې د نويه، بومبيي، وزرو، ګډيالې، اټوک، چکله او دوګړان سړکونو د جوړېدو چارې روانې دي چې سلګونه ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.