خبرونه

په لغمان کې ۲۰۰ کورنيو د اقتصادي پياوړتيا په موخه مرسته ترلاسه کړه

لغمان ولايت کې د اقتصاد رياست په هلو ځلو د صرف موسسې لخوا ۲۰۰ بې وزلو، يتيمو او بې سرپرسته کورنيو سره د کورني اقتصاد د پياوړتيا په موخه مرسته وشوه.د اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد وايي، چې دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته مختلف النوع توکي ورکړل شول.
د هغه د معلوماتو له مخې: ۲۵ کورنيو ته لنګې غواوې، ۱۲ کورنيو خوسيان، ۲۹ کورنيو ته د خياطۍ ماشينونه، رخطونه او لوازم، ۶۵ کورنيو ته د هګيو چرګې، ۷ ته د پليو ماشينونه، ۱۹ تنو ته لاسي کراچۍ، ۸ کورنيو ته جوړ دوکانونه، ۴ تنو ته د سلمانۍ سامان الات، ۱۲ کورنيو ته وزې او ۱۴ کورنيو ته د کور نور ضروري سامان الات ورکړل شول. د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم لغمان کې له بې وزلو کورنيو سره مختلف النوع مرستې شوې دې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *