
په لغمان کې ښوونکي شکايت کوي او وايي: کلونه وشول چې له ښوونکو سره د استوګنې د نمرو د ورکړې ژمنې کېږي، خو تراوسه نه دي ورکړ شوي.د دغه ولايت د مرکز او يو شمېر ولسواليو ښوونکو له رسنيو سره په خبروکې زياته کړه ،چې له دوی سره د تېر حکومت پر مهال د استوګنې د نمرو د ورکړې ژمنې شوې وې، خولا يې هم درک نه شته او تر اوسه نه دي ورکړل شوي.د لغمان دوه ښوونکي عنايت الله او ميا نور نيوکه کوي او وايي: د چارواکو له لوري ورسره د نمرو د ورکړې ژمنې کېږي، خو له کلونو انتظار وروسته يې هم دوېش چارې نه دي پيل شوي.ميا نور زياتوي: ((د لغمان له ښوونکو سره تېر حکومت پرمهال هر يو ښوونکي سره د يوې نمرې د ورکړې ژمنه وشوه، خو تراوسه هېڅ ښوونکي ته د استوګنې نمره نه ده ورکړل شوې.))عنايت الله زياتوي: (( په لغمان کې د چارواکو له لوري ښوونکو ته ځانګړی ښارګوټی ټاکل شوی و، خو تراوسه يې د نمرو د ورکړې چارې نه دي پيل شوې او ښوونکي له زياتو ستونزو سره مخ دي. د پوهنې له وزارته غوښتنه کوو؛ چې ښوونکو ته دې د استوګنې نمرې ورکړي او وېش دې ژر پيل کړي.))د ذاهدالله په نامه يو بل ښوونکی بيا د لغمان د پوهنې رياست له مسئولينو غوښتنه کوي، چې دوی ته ځانګړې شوې د استوګنې نمرې دې ټولو ښوونکو ته په خپلو ولسواليو کې ورکړي.ذاهدالله زياته کړه: (( کومې ژمنې چې له ښوونکو سره له کلونو راهيسې د نمرو په برخه کې شوي عملي شوي نه دي، غوښتنه کوو ،چې پر نورو ولايتونو سربېره د لغمان په ښوونکو هم د استوګنې نمرې ژر ووېشل شي او هر ښوونکي ته دي په خپله ولسوالۍ کې نمرې ورکړل شي.))بله خوا، د لغمان د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد ښوونکو ته ډاډ ورکوي او وايي: ياده ستونزه يې دولايت له مقام او نورو لوړ پوړو چارواکو سره شريکه کړې او تمه لري چې له مخې به يې د دې ولايت پر ښوونکو د کور جوړولو نمرې وويشي.ساجد زياتوي: (( د پوهنې رياست له لوري د ښوونکو دنمرو دوېش د ځنډيدو ستونزه د ولايت له مقام او نورو لوړ پوړو چارواکو سره شريکه شوې او تمه يې راکړې ،چې د ښوونکو د نمرو دوېش په برخه کې به اقدامات ترسره شي او ټولو ښوونکو ته به د استوګنې نمرې ورکړل شي.))کلونه کېږي چې ښوونکي له حکومت څخه دوی ته د نمرو د ورکړې غوښتنه کوي، خو له ژمنو سره سره تراوسه ښوونکو ته د استوګنې نمرې نه دي ورکړل شوي.