افغانستانخبرونه

په لغمان کې څه باندې ۲۰۰ جرېبه ځمکه له غصبه خلاصه شوه

په لغمان کې د غصب شويو ځمکو د مخنيوي تخنيکي پلاوي د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ په حسين آباد سيمه کې ۲۱۶ جرېبه کرنيزه ځمکه تثبيت او د غاصبينو له منګولو يې خلاصه کړه. د دغه تخنيکي هيئت رئيس مولوي محمد ولي محسن باختر آژانس ته وويل، چې حسين آباد سيمه کې يې ۲۱۶جرېبه کرنيزې ځمکې د تثبيت او تشخيص لپاره څېړنه وکړه، چې په پايله کې دغه ځمکه دولتي ثابته شوه.د يادونې وړ ده چې دغه تخنيکي پلاوي څو ورځې مخکې هم الينګار ولسوالۍ کې ۵۰۰ جرېبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې وه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *