افغانستانخبرونه

په لغمان کې پر ۵ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول

د لغمان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په الينګار ولسوالۍ کې پر ۵ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول.د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير قاري ادريس د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې د دغه ولايت د الينګار ولسوالۍ اړوند کچور او سالو سيمو کې پر ۵ جريبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه په بشپړ ډول پاکه شوه.ادريس زياته کړه، چې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين دوام لري او ډېر ژر به د لغمان له ټولو سيمو څخه کوکنار له منځه يوړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *