افغانستانخبرونه

په لغمان کې سختې ږلۍ۷۰۰ جريبه بېلابېلې کروندې له منځه وړي

د لغمان له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي رياست وايي: د دغه ولايت په مرکز مهترلام او الېشنګ ولسوالۍ کې سخت اورښت او ږلۍ خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي. د دغې ادارې رئيس وايي، هغه معلومات ،چې دوی له مرکز مهترلام او اليشنګ ولسواليو تر لاسه کړي، ښيي چې د وړمې شپې اورښت او ږلۍ ۷۰۰ جريبه بېلابېلې کروندې له منځه وړې دي. هغه زياته کړه: دغه‌راز په مرکز او ياده شوې ولسوالۍ کې د استوګنې ۲۵ کورونه هم نړېدلي، له ۱۰۰ ډېرې د لمريزې برېښنا هيندارې ماتې شوې او د باغونو لسګونه مېوه لرونکي ونې چپه شوې دي. د مرکز مهترلام اوسېدونکي وايي وړمه شپه هلته شديده ږلۍ و اورېده چې خلکو ته يې درانه مالي زيانونه واړول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *