
د لغمان اړوند کرنج زرګرمالي سيمې څخه تر ومايه سيمې پورې د۷کيلو متره نوي سرک د رغونې چارې پيل شوې.د زرګرمالي او د ومايه ترمينځ دغه (۷) کيلومتره نوي سرک د نړيوال خوراکې پروګرام (WFP) له خوا د ( ۵۱۶۰۰۰۰ ) افغانيو په مالي لګښت د کليود بيارغونې او پراختيا رياست په تخنيکي همکارۍ او (RRDPO) موسسې له لوري د شپږ مياشتو په موده کې په ابتدايه ډول رغول کېږي، چې په نوموړي سرک کې دورځي تر (۲۰۰) تنو کارګرانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ، چې دچارو په بشپړېدو سره به يې د سيمو اوسيدونکو ته د تګ او راتګ آسانتياوې برابرې شي.مولوي زرکمر زياته کړه: دافغانستان اسلامي امارت موخه داده ،چې دخپل امکان تر بريده هېوادوالو ته متوازن انکشاف په نظر کې نيولو سره عامه المنفعه پروژې تطبيق کړي.