
د لغمان سيمه ييز مسئولين وايي، چې د قمر بنسټ له لوري په مهترلام بابا دښته کې پر ۸۰۰ جريبه ځمکه د بڼوالۍ او مالدارۍ ستره پروژه پرانيستل شوه.د دغه پروژې پرانيستلو مراسمو کې د قمر بنسټ استازي احسان الله نوروز باختر آژانس ته ويلي، چې ياد بنسټ په مهترلام بابا دښته کې پر ۸۰۰ جريبه ځمکه د بڼوالۍ او مالدارۍ ترڅنګ تفريحي پارک جوړوي، چې پرې ۲۰۰ زره امريکايي ډالره لګښت راځي.ده زياته کړه، چې دلته د زراعت په برخه کې يو تحقيقاتي مرکز هم جوړوي، چې د لغمان، ننګرهار او نورو ولايتونو د کرنې پوهنځي محصلان به په کې بېلابېلې څېړنې کوي.ده وويل، چې د پروژې د پلي کولو په موخه په لومړي قدم کې په سل جريبه ځمکه د مالټو، کينو، ستروس، ليمو، زيتون او خرما باغ جوړېږي، چې طبيعي او اقتصادي ارزښت دواړه لري.ورته مهال د دغه ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس مولوي محمد ولي محسن دغه پروژه د لغمان لپاره په زراعتي او اقتصادي برخه کې ارزښتمنه پروژه ياده کړه او د قمر بنسټه د مننې ترڅنګ يې پر نورو پانګه والو او موسسو هم غږ وکړ، چې دې ته ورته پروژو کار وکړي،ترڅو هم خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به زراعت او اقتصاد پرمختګ وکړي.د يادونې وړ ده، چې د دغه پروژې چارې به د ۲ کلونو په موده کې بشپړې شي.