افغانستانخبرونه

په لغمان او تخار کې له لسګونو بېوزله کسانو سره مرسته وشوه

په لغمان او تخار کې له ۷۰۷ بېوزلو کسانو سره د بېلابېلو مرستندويه موسسو له لوري مرسته وشوه. په لغمان کې د اقتصاد رياست په هلو ځلو د لايف موسسې له لوري ۱۰۷ بې سرپرسته يتيمانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هر يتيم ته ۵۰ کيلو اوړه، يوه بوجۍ وريجې، ۱۰ لېټره غوړي، ۱۰ کيلو مالګه، دوه کيلو چای، يو من دال، يو من لوبيا، يو من بوره، يو بوتل د سر وينځلو شامپو او يو بوتل د لوښو وينځل شامپو ورکړل شوه.د يو بل خبر له مخې؛ په تخار کې يو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ پر۶۰۰ اړمنو کسانو نغدي او ګرمې ژمنۍ جامې ووېشل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *