افغانستانخبرونه

په لغمان، پکتيکا او سمنګانو کې اړمنو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

په لغمان، پکتيکا او سمنګانو کې پر ۲ زره ۳۴۹ کورنيو مرسته ووېشل شوه او لوګر کې پر ۲ زره کورنيو د مرستو وېش پيل شو.د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د خوړو نړيوال پروګرام له لوري پر ۱۶۸۴ کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې اوړه، غوړي او دال شامل وو.ورته مهال د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې اکشن آيد افغانستان مؤسسې په ۵۴۴ کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې په کې ۵۰۸ کورنيو ته ۳۹ زره ۲۰۰ افغانۍ او ۳۶ کورنيو ته ۱۴ زره ۷۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.همدارنګه په سمنګانو کې پر ۲۱۲ کورنيو په ۳ ګروپونو کې خوراکي او غيرخوراکي توکي ووېشل شول.او دغه راز د لوګر په مرکز، بره کي برک او آﺯرې ولسواليو کې د اسلامي همکاريو سازمان او ملک سلمان خيريه بنسټ لخوا ۲ ﺯره اړمنو کورنيو باندې د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته به ۴۰ کيلو وړه، ۵ کيلو لوبيا، ۵ لېټره غوړي، ۵ کيلو وريجې، ۵ کيلو بوره او دوه کيلو خرما ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *