خبرونه

په قطر کې د افغان کډوالو په اړه غونډه جوړېږي

ټاکل شوې چې راتلونکې مياشت په قطر کې د افغانستان، ايران، پاکستان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د افغان کډوالو د يو شمېر ملاتړو هېوادونو ترمنځ غونډه ترسره شي. د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستيال عبدالرحمن راشد په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان د دفتر له رئيس ليونارد زولو سره په کتنه ويلي، چې هلته د افغان کډوالو پر وضعيت د څلور اړخيزې غونډې د پايلو په اړه خبرې کېږي. په ياده ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان د دفتر له رئيس څخه د هغو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه شوې ،چې په ايران کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه په څلور اړخيزه ناسته کې شوې وې. په همدې حال کې هوکړه شوې ،چې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه د پروګرامونو د همغږي کولو لپاره به د کډوالو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې يوه ډله جوړه او راتلونکې مياشت به غونډه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *