
د فراه د عدليې رياست مسئولين وايي، چې په روان کال کې يې ۲۵ زره ۸۵۷ جريبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.د دغه ولايت د عدليې رياست د قضايا وو آمر قاري محمد طيب منيب باختر آژانس ته ويلي، چې ياد آمريت د روان کال په اوږدو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ۲۵ زره ۸۵۷ جريبه ځمکه تثبيت او له غصب څخه خلاصه کړې ده.منيب ډاډ ورکړ، چې هېچاته به په دغه ولايت کې د دولتې ځمکو د غصب اجازه ورنه کړي.