
د فراه له ابونصر فراهي بندره ۲۴ ټانکره وارد شوي بې کيفيته تېل بېرته ايران ته مسترد شول. د فراه د اطلاعاتو او فرهنگ رياست په خبرپاڼه کې ويلي چې پرون د سټنډرډ ملي ادارې له خوا ۲۴ ټانکره تېل، چې له ايرانه وارد شوي وو بېرته مسترد شول سرچينې ويلي، دغه تېل د ابونصر فراهي بندر له لارې بېرته ايران ته لېږل شوي دي. په خبرپاڼه کې ويل شوي هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي ،چې بې کيفيته توکي هېواد ته وارد کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم له ايران د بې کيفيته تېلو ټانکرونه مسترد شوي دي.