افغانستانخبرونه

په فراه کې د برېښنا له درکه ۳۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي

د فراه ولايت د مسئولينو په خبره، تېر کال يې د برېښنا له درکه ۳۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي. د دغه ولايت د برېښنا آمر دين محمد سجاد وايي: د فراه په مرکز کې له ۳۰۰۰ پېرودونکو څخه يې په تېر يوه کال کې ۳۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.د سجاد په وينا، دغه آمريت د برېښنا دوه د ډېزلو جنراټورونه لري، چې پر مټ يې د دغه ولايت د مرکز اړوند د څلورو ناحيو اوسېدونکو ته برښنا ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *