
د غور امنيتي مسئولين وايي، چې دې ولايت کې د چاودنې له کبله د ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.د مسئولينو په وينا: پېښه وړمه ورځ د ياد ولايت مرکز فيروزکوه ښار اړوند ((غورقند)) کلي کې هغه مهال رامنځته شوې ،چې د يادې کورنۍ ماشومانو په يوه ((لاسي بم)) لوبې کولې.د غور د امنيې قومانداني د امنيت آمر مصطفي حقاني رسنيو ته ويلي: پېښه کې د مور په ګډون درې نجونو او دوه هلکانو ،چې د يوې کورنۍ غړي دي، وژل شوي دي.د غور د امنيې قومانداني د امنيت آمر په وينا، چاودنې مالي زيانونه هم اړولي دي.د يادونې وړ ده، چې افغانستان کې د تېرو جګړې له امله ګڼشمېر ناچاودي توکي او ماينونه پاتې ،چې وخت ناوخت د خلکو ژوند اخلي.که څه هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ماينونو او ناچاودو توکو د شنډولو يوشمېر موسسې او بنسټونه فعاليت کوي، خو د مسوولينو په وينا، دې برخه کې لاهم ډېر فعاليت ته اړتيا ليدل کېږي.