
د غور امنيتي مسئولينو ويلي، چې د دغه ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې يې د نشه يي توکو د توليد يوه ستره کارخونه کشف او له منځه وړې ده.د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته ويلي، چې د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو د استخاباراتو له رياست سره په همغږۍ په فيروزکوه ښار کې د اومانو يوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.د ده په خبره: په دې تړاو ۱۲ تنه نيول شوي، چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.