
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې تر دې دمه ۵۱ زره ۷۷۰ جريبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده. د غزني ځاي چارواکي وايي ،چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د غصب مخنيوي کمېټې او ځايي مسوولينو په ګډه همکارۍ دولتي ځمکه تثبيت او له غصب څخه خلاصه کړې ده.د يادونې وړ ده، چې غزني کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې تر دې دمه په دغه ولايت کې د نورو دولتي ځمکو د غصب مخه هم نيولې ده.