
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې په غزني کې د سولې بنسټ«ROP» له خوا د مېوو ۳۰۰ جريبه بڼونه جوړېږي.د سولې بنسټ«ROP» مؤسسې مشر انجنيرصبغت الله وايي ،چې ياده موسسه غواړي د غزني ښار په ګډون په مقر، قره باغ، اندړو او ده يک ولسواليو کې پر ۳۰۰ جريبه ځمکه مثمر باغونه جوړ کړي.ښاغلي انجنيرصبغت الله زياتوي ،چې ياد باغونې به په دغو ولسواليو کې مستحقو بزګرانو ته جوړ شي او د جوړو شويو باغونو په ساتنه او پالنه به ياد بزګران مکلف وي.ورته مهال بيا د غزني د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس مولوي عبدالمنان اکرام د سولې بنسټ«ROP»مؤسسې له دغه کړني ستاينه کوي او له نورو موسساتو څخه غواړي چې د غزني په کرني او زرغونتيا کې له دوي سره مرسته وکړي.غزني د مېوو د بڼونو لپاره مناسب اقليم لري او په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د مېوو سلګونه جريبه بڼونه جوړ شوي دي.