افغانستانخبرونه

په غزني کې د ۱۰ ښوونځيو ودانۍ بيا ورغول شوې

د غزني سيمه ييز مسئولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ۱۰ ښوونځيو ودانۍ د يونيسف موسسې په مالي ملاتړ د ۸ ميليونو ۳۹۱ زره ۸۷۵ افغانيو په لګښت بيا ورغول شوې.د غزني سيمه ييزو مسوولين وايي، چې د ښوونځيو يادې ودانۍ د دغه ولايت په اندړو، قره باغ، ده يک، خوګياڼي، واغظ، خواجه عمري، مقر، آب بند او ګېلان ولسواليو کې بيا رغول شوې، چې ۸ ميليونه ۳۹۱ زره ۸۷۵ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.د يادونې وړ ده، چې د دغو ښوونځيو د ودانيو چارې د روان کال د لړم په ۲۸ مه پيل او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *