افغانستانخبرونه

په شبرغان کې ترافيکي پېښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

مزار- شبرغان پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او څلور تنه نور ټپيان شوي دي. ددغه ولايت د ترافيکو د مديريت د حادثاتو آمر عبدالبشېر فيضي وايي، چې دا پېښه وړم مازديګر د شبرغان ښار اړونده د جيغچي په سيمه کې رامنځته شوې ده. ده زياته کړه ،چې د مسافرو يو ۴۰۴ موټر له سراچه موټر سره ټکر کړی، چې له امله يې پنځه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي. د فيضي په وينا، په مړو شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټول د سراچې سپرلۍ وې. ده وويل، چې ټپيان ددې ولايت سيمه ييز روغتون ته وړل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *