
د سوېلي افريقا په جوهانسبورګ کې د ګازو ټانکر د چاودنې له امله د مړو شويو شمېر ۳۴ کسانو ته لوړ شوی دی.دغه پېښه د پلازمېنې جوهانسبورګ اړوند د ختيځ بوکسبورک ښار کې رامنځته شوې ده.د سوېلي افريقا د رسنيو د راپورونو له مخې، چاودنه يوه روغتون ته نږدې شوې او له روغتون سربېره سيمه کې يې ګڼشمېر کورونو ته هم زيان اړولی دی. په پېښه کې هغه کسان هم مړه او ټپيان شوي چې د دې ټانکر د نندارې لپاره د پله شاوخوا راټول شوي وو. د سوېلي افريقا د روغتيا وزارت تراوسه يادې پېښه کې د ۳۴ کسانو د مړينې خبر تائيد کړي.په ورته مهال د سوېلي افريقا د روغتيا وزارت په دغه بيان کې راغلي، چې مړو شويو کې ۱۱ روغتيايي کارکوونکي او ۲۳ عام وګړي شامل دي.روغتيايي چارواکو همداراز د ګازو ټانکر چاودنې ته په کتو اندېښنه ښودلې چې ښايي د مړو شمېر له دې هم زيات شي.