خبرونهنړۍ

په سوډان کې په تازه نښتو کې لسګونه تنه وژل شوي

په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ په تازه نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي او په خرطوم ښار کې ګڼو ودانيو اور اخيستی. د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه د ملېشې مشرانو ترمنځ د روان کال په اپرېل مياشت کې کورنۍ جګړه پيل شوه چې لاهم دوام لري.په دې جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۷۵۰۰ کسان وژل شوي او پنځه ميليونه نور بې ځايه شوي دي.په سوډان کې د روانې جګړې څارونکې ډلې ويلي، چې د چټک ملاتړ ځواکونو وړمه ورځ د پوځ تر کنټرول لاندې سيمو باندې بريدونه کړي.که څه هم ملګرو ملتونو، امريکا او نورو هيوادونو په سوډان کې د اوربند او له ښکېلو لورو د سولې غوښتنه کړې، خو داسې ليدل کېږي ،چې لاهم د جګړې دواړه لوري په دې اړه لېوالتيا نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *