خبرونهنړۍ

په سوډان جګړه؛ د اوربند تر ماتېدو وروسته ۳۰۰ کسان وژل شوي

په داسې حال کې چې د سوډان د پلازمينې ((خرطوم په ګډون)) د دغه هيواد په لر او بر کې د پوځ او نيمه پوځي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې يوځل بيا پيل شوي وروستي راپورونه وايي، چې د امريکا او سعودي په هڅو د رامنځته شوي اوربند له ماتېدو وروسته د ښکيلو غاړو په جګړه کې کابو ۳۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
عربي ۲۱ خبري آژانس په سوډان کې د خپل خبريال له خولې خبر ورکړی، چې ډېره مرګ ژوبله پلازمينه خرطوم کې اوښتې د سختې جګړې له امله خلک د خپلو خپلوانو مړي نه شي خښولی، د جګړې له امله روغتيايي خدمتونه په ټپه دريدلي او د ټپيانو درملنې ته رسيدګي نه شي کېدای.دا په داسې حال کې ده، چې په سوډان کې د تيرې اپريل مياشتې په ۱۵ مه نېټه د پوځ او نيمه پوځي ځواک ترمنځ د واک پر سر جګړې پيل شوي، چې په پايله کې يې تر اوسه ۱۲۰۰ کسان چې ډېر يې ملکيان دي وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.د ويلو ده چې د امريکا او سعودي په ګډون د ګڼو هېوادونو په منځګړتوب څو ځله د ښکېلو غاړو ترمنځ اوربند رامنځته شو؛ خو ډېر ژر بېرته مات او جګړه لا پسې خونړۍ شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *