
د سوريې پوځ ويلي: د اسرائيلو يو توغنديز بريد پلازمېنه دمشق کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي او ۲۸ نور يې ټپيان دي.چارواکو ويلي، پر ((کفر سوسه)) کلي بمباري شوې چې ۱۲ ولسي وګړي او يو عسکر په کې وژل شوي.اسرائيلو وړاندې له ايران او حزب الله لبناني ډلې سره د تړاو له لرلو په تور پر سوريه بريدونه کړي، خو ډېر کم وخت د بريدونو مسئوليت مني.د سوريې دفاع وزارت ويلي: توغندی د دمشق له سوېل لوېديځې جولان تړانګې توغول شوی. دا هغه سيمه ده چې په ۱۹۸۱ اسرائيلو له خپلې خاورې سره ضميمه کړه.برئتانيا مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي: د وژل شويو شمېر ۱۵ کسانو ته رسېدلی، چې ولسي وګړي هم په کې دي.