افغانستانخبرونه

په سمنګانو کې ۱۳۳۵ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

د سمنګانو په فيروزنخچير ولسوالۍ کې د ۱۸ څاه ګانو د کيندلو، بيا رغولو او د څښاک اوبو د يوې شبکې د جوړولو چارې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته او د آغاخان بنسټ له لوري پيل شوې.په سمنګانو کې د آغا خان بنسټ د دفتر مسوول انجنير جمعه خان رسولي باختر آژانس ته ويلي، چې دغه څاه ګانې په چار سوق، لب آب بالا، لب آب پايين، برمه، چينارګي بالا او چيناګي پايين کليو کې پلې کېږي، چې په کې د لاسي پمپ په مرسته له ۵۰ – ۶۰ مترو په ژوروالي د ۹ څاه ګانو کيندل، د ۹ څاه ګانو بيا رغول او د کور په کور د اوبو يوې شبکې جوړول شامل دي، چې پرې ۲ ميليونه او ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي.ورته مهال د فيروزنخچير ولسوال ملا نصير احمد کامياب وويل، چې له دې وړاندې د دغو کليو اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ وو، چې د يادو څاه ګانو په بشپړېدو سره به يې دې برخه کې شته ستونزې هوارې شي.د يادونې وړ ده، چې يادو څاه ګانو په کيندلو او بيا رغولو سره به ۱۳۳۵ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *