افغانستانخبرونه

په سمنګانو کې د وسله والو غلو ۲۱ کسیزه ډله نيول شوې

د سمنګانو امنيتي مسئولين وايي ،چې په دغه ولايت کې يې د وسله والو غلو ۲۱ کسيزه ډله نيولې ده.د دغه ولايت امنيه قوماندان قاري احمدالله بدر په يوې خبري غونډه کې وويل، چې د دغه ولايت امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د وسله والو غلو هغه ۲۱ کسيزه ډله نيولې، چې په بغلان، بلخ او سمنګانو ولايتونو کې به يې غلاوې کولې.بدر زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه سره زر، موبايلونه او وسلې هم ترلاسه شوې دي.ده د دغه ولايت ټولو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې چاته به اجاره ورنه کړي، چې د خلکو امنيت ګډوډ کړي.د نوموړي په وينا: نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی، چې دوسيې به يې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.د يو بل خبر له مخې: په کندهار کې هم د امنيتي ځواکونو له لوري ۳ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نيول شوي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *