افغانستانخبرونه

په سرپل ولايت کې د سلطان ابراهيم بند د جوړولو سروې پيلېږي

د ملي پراختيا شرکت مسئولين وايي، چې په سرپل ولايت کې د سلطان ابراهيم بند د بيارغونې لګښت به د دغه ولايت د قشقري د نفتو له عوايدو څخه ورکړل شي. په ورته وخت کې د سرپل والي وايي، چې د ياد بند په جوړېدو سره به د دې ولايت د خلکو د برښنا ستونزه تر يوه بريده حل شي. د ملي پراختيا شرکت مسئولين وايي: د سلطان ابراهيم بند د سروې کار به په راتلونکې يوه مياشت د دې ادارې د تخنيکي ټيم له خوا په عملي ډول پيل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *