افغانستانخبرونه

په سراج العمارت ودانۍ کې موزيم جوړېږي

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکو ويلي: د جلال آباد ښار سراج العمارت په تاريخي ودانۍ کې د ختيځ په کچه موزيم جوړوي.د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس قاري نورمحمد حنيف ويلي: ياد موزيم به د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو په کچه وي ،چې په کې به د هېواد د بېلابېلو تاريخي دورو آثار نندارې ته کېښودل شي.حنيف زياتوي: ((انشاءالله د دغه موزيم په تړاو ويلی شو، هغه څه چې موزيم ورته اړتيا لري، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې شته، دا موزيم به د ختيځ په کچه وي او د هېواد تاريخي آثار به په کې نندارې ته کېښودل کېږي.)) بلخوا، د افغانستان د ملي موزيم او لرغونپوهنې برخې يو مسئول سلطان مسعود مرادي له فرهنګي اړخه د ياد موزيم جوړېدل مهم بولي.دی ننګرهار د هېواد يو له هغو ولايتونو بولي ،چې له تاريخي آبدو ترڅنګ زيات شمېر تاريخي آثار شتون لري.مرادي زياته کړه: ((په دغه موزيم کې به پخواني آثار نندارې ته اېښودل کېږي او دا د هېواد ملي ګټو ته ګټه رسوي ،ځکه خلکو ته به معلومات اضافه کېږي او هم به بهرني او داخلي سيلانيان له دې موزيمه ليدنه کوي او ددولت خزانې ته به عوايد هم اضافه کېږي.)) فرهنګي فعالان په سراج العمارت ودانۍ کې د موزيم جوړېدل له فرهنګي اړخه مهمه لاسته راوړنه بولي . فرهنګي فعال هارون هلال وايي: د ياد موزيم په جوړېدو سره به تاريخي آثار خوندي او دغه سيمه به په يوه سياحتي مرکز بدله شي.هلال زياتوي: (( د موزيمونو جوړول ډېر مهم دي،ځکه په دې سره کولای شو د خپل تېر تاريخ لاسته راوړنې او فرهنګ خپلو اولادونو ته وښايوو او هم دا موزيم کولای شي، چې د سيلانيانو پام ځانته واړوي او لا هڅه بايد وشي د دې موزيم د غني کېدو په برخه کې او دا موزيم بايد لا بډايه شي.)) په ننګرهار کې د تاريخي ابداتو او آثارو د ساتنې دا هڅې په داسې مهال کېږي ،چې د خلکو په باور ډېر تاريخي ځايونه او آثار د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دي.د سراج العمارت ودانۍ د پخواني پاچا امير حبيب الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه، د پخوانيو شاهانو ژمنۍ استوګنځای هم بلل کېده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *