
د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته له دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره ولايتي کمېټې رامنځ ته او په کار يې پيل وکړ، دا کمېټې د امنيتي او قضايي ارګانونو په ګډون لس اداري غړي لري ،چې مشري يې د کرنې رياست پر غاړه لري او دنده يې د ولايت په کچه له دولتي ځمکو د غصب مخنيوی او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی دی.اوس د زابل لپاره د دې کمېټې مشرتابه او غړي وايي ،چې د دولتي ځمکو د تثبيت پروسه يې په مرکز او ولسواليو کې پيل کړې ،چې تراوسه يې زرګونه جريبه دولتي ځمکه تثبيت او له غصبه خلاصه کړې ده.د زابل د کرنې رئيس مولوي عطاءالله راشد ،چې له غصبه د مخنيوي کمېټې مشري پر غاړه لري باختر اژانس ته د مرکې په ترڅ کې ويلي، د دوی د کمېټې د کار له پيله را وروسته د زابل مرکز په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې تر دا مهاله ۱ لک ۵ زره جريبه ځمکه تثبيت او له غصبه ژغورل شوې.د ده په وينا لا وړمه ورځ هم د دې کمېټې مشرتابه او غړو د زابل شهر صفا ولسوالۍ انارک سيمې ته سفر وکړ، چې په ترڅ کې يې ۳۰ زره جريبه امارتي ځمکه تثبيت او د غاصبينو له منګولو ژغورل شوې. د ده په وينا خلک بايد د دولتي ځمکو له غصبه ډډه وکړي ،ترڅو په راتلوونکې کې له ستونزو خلاص وي.په ورته وخت کې د زابل د عدليې رياست د قضاء امارت آمر مولوي محمدي وايي، په سيمه ييزه کچه کوښښ کېږي چې د امارتي ځمکو په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکول شي او له وروستيو اجراءآتو خبر کړل شي، ترڅو په راتلونکې کې له ستونزو سره مخ نه شي.مولوي محمدي زياته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارات د امارتي ځمکو د ساتنې په برخه کې ډېر جدي دی او هېچاته به اجازه ور نه کړي چې له خبرداری سره سره بيا هم دولتي ځمکې غصب کړي.دا دولتي کمېټه خبر ورکوي، چې خپلو چارو ته لاهم پراختيا ورکوي او له خلکو يې وغوښتل چې د دولتي ځمکو د ساتنې لپاره له دوی سره همکاري وکړي.