
د زابل د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسئولين وايي، چې په دغه ولايت کې د لومړي ځل لپاره د غنمو کلني حاصلات ۵۰ سلنه لوړ شوي دي.د زابل د کرنې اوبو لګوني او مالدارۍ رئيس مولوي عطاالله راشد د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې په دغه ولايت کې د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زياتوالي راغلي دي.راشد وويل، چې کروندګرو ته يي تېر کال اصلاحي تخمونه او کېمياوي کود توزيع کړي، چې د غنمو حاصلاتو کې يي د پام وړ زياتوالي راغلي.په ورته مهال کروندګرو وويل، چې د غنمو دحاصلاتو له اخيستلو وروسته په بازار کې د اوړو بيې د پام وړ ټيټې شوې او دولت ته په کار ده ، چې له هيواده بهر د غنمو د قاچاق په برخه کې مخنیوي وکړي.
خو د ماليې وزارت ويلي، چې په دې وروستيو کې ځيني ناسم خبرونه خپاره شوي، چې ګواکې له هيواد څخه غنم په قاچاقي ډول بهر ته صادريږي. ياد وزارت دغه اوازې ناسمې بللې دي. د ماليې وزارت ويلي ،چې د هيواد د ټولو ګمرکونو له لارې بهر ته په قاچاقي او غير قانوني ډول د غنمو صادرول په کلکه منع دي او دغه چاره جرم ګڼل کېږي.