افغانستانخبرونه

په زابل کې د کرونا وبا زياته شوې

زابل چې د افغانستان له سرد سيرو ولايتونو دی، د ژمي په رارسېدو په کې کرونا په زياتېدو ده.۶۰کلن عبدالسلام اکا وايي: ژوند يې سخت شوی او د روغتيا لپاره شيبې شماري. ((ټوخ مې کېږي، اوښکې مې راوبهېږي، خوله وکړم، پوزه مې بهېږي، بس دغه مې تکليف دی. ساه مې تنګېږي، مسجد ته چې ځم درې ځله کښېنم ايله ورسېږم.)) لعل بي بي بيا پنځه ورځې کېږي ،چې د کرونا لپاره په ځانګړي شوي روغتون کې بستري ده. دا ويلي ،چې کرونا ډېره په عذاب کړې او له خلکو غواړي، چې ځان‌ساتنې ته دې پاملرنه وکړي. ((څلور- پنځه ورځې کېږي ،چې زه دلته بستري يم، سر مې درد کوي، ستوني مې خوږېږي، ملا مې درد کوي، له دې دوا سره اوس لږ ښه شوې يم، ډاکټران وايي: لاسونه ومينځئ، سوچه خوراک وخورئ او پوزه په ماسک بنده کړئ. )) بلخوا ځينې خلک د کرونا پر وړاندې لا هم بې ‌پروا دي، خو ځينې نور يې بيا د مخنيوي لپاره اقدام کوي. محب‌الله وايي، چې کرونا ناروغي يې په کلي او ولايت کې زياته شوې. دی وايي، چې مور يې زکام وه، خو ده د احتياط لپار روغتون ته د معاينې لپاره راوستې ده. ((ما اوس خپله ادې راوستې ده. امکان لري چې کرونا وي، له خلکو مو غوښتنه ده، چې د ډاکټرانو سپارښتنې ته غوږ ونيسي او عملي يې کړي.)) بلخوا د زابل يو سيمه ‌ييز ډاکټر شيرين آغا د کرونا ناروغۍ د ډېروالي له امله له خلکو وغوښتل، چې د ځان ساتنې سپارښتنو ته دي پاملرنه وکړي. هغه په دې اړه وايي: ((په دې موسم کې د کرونا او نورې عامې د زکام پېښې زياتې شوې. که پر وخت روغتون ته مراجعه وشي، واټن مراعت شي، ماسک واچول شي، نو له کرونا به مو ځان ساتلی وي. )) د زابل کرونا ولايتي روغتون مشر ډاکټر انورالدين همت بيا وايي، چې د تېرو مياشتو په پرتله زابل کې د کرونا پېښې ۳۶سلنه زياتې شوې او له تېرو مياشتو له دې ناروغۍ څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. ((په تېرو مياشتو کې زموږ د کرونا ناروغانو سلنه ۱۵،۳۶پځلس اعشاريه شپږديرش ده، خو اوس دا شمېره ۳۶ سلنه ته رسېدلې ده، نسبت نورو وختونو ته اوس پېښې زياتې شوې، له خلکو مو غوښتنه دا ده ،چې روغتيايي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي، په تېرو مياشتو کې موږ څلور نفره مړينه لرو. )) داسې پتېيل کېږي چې ښايي د کرونا ناروغي پېښې تر دې هم زياتې وي، ځکه ډېر شمېر خلک ان د ناروغۍ په موسم کې هم روغتيايي مرکزونو ته مراجعه نه‌کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *