
د زابل د احصائيې او معلوماتو رياست مسئولينو ويلي، چې د اسلامي امارت په بريا سره يې د پېژندپاڼو د وېش پروسه چټکه کړې، چې له تر دمه يې ۱۲ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.د زابل د احصائيې او معلوماتو رئيس مولوي ګل محمد احمد وايي، چې د اسلامي امارت په بريا سره د پېژندپاڼو د ورکړې په برخه کې لازمې آسانتياوي رامنځته شوې، چې له امله يې د کاغذي او برېښنايي پېژندپاڼو له درکه شاوخوا ۱۲ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي دي.مولوي احمد وويل: ((موږ د اسلامي امارت له راتګه تر اوسه ۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد د برېښنايي پېژندپاڼو او شاوخوا ۲ ميليونه افغانۍ عوايد د کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه راټول کړي دي.)) ده زياته کړې، چې تر دې دمه ۶۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوي او دغه لړۍ اوس هم پرته له کوم خنډه په چټکۍ سره پر مخ روانه ده