
د زابل ولايتي روغتون کې د عامې روغتيا وزارت له لوري د ۴ ميليونو افغانيو په لګښت د پښتورګو د درملنې مرکز (هيموډياليز) څانګه پرانيستل شوه.په دغه مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحب زاده ژمنه وکړه، چې د زابل روغتيا برخې ته به خپله پاملرنه زياتوي.نوموړي وويل، چې اوسمهال د زابل روغتيايي خدمتونه د ښه والي خواته روان دي.په همدې حال کې د زابل د عامې روغتيا رياست سرپرست رئيس ډاکټر ميرويس افغان د عامې روغتيا وزارت څخه مننه وکړه، چې د پښتورګو درملنې مجهز مرکز يې پرانيسته.
ورته مهال د زابل والي قدرت الله ابوحمزه د خپل خبرو په لړکې لومړۍ د عامې روغتيا وزارت څخه د دې مرکز د پرانيستې له امله مننه وکړه او زياته يې کړه، چې زابل يو وروسته پاتې ولايت دی او اړينه ده ،چې د روغتيا په ټولو برخو کې يې پاملرنه وشي.د يادونې وړ ده، چې په دغه مرکز کې به هغه ناروغانو سره چې پښتورګو يې کار پريښي وي او ياهم ستونزه ولري درملنه يې کېږي