
د زابل د عامې روغتيا رياست مسئولينو په هغه ولايت کې د پوليو واکسين د څلور ورځني کمپاين له پيله خبر ورکړی دی.په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د ياد ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي وويل، چې په دغه څلور ورځني کمپاين کې به ۲۰۰ زره له ۵ کالو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين وشي.ده د پوليو واکسين د پلي کولو په برخه کې له ټولو دولتي ادارو او ولس د مرستې غوښتنه وکړه.ورته مهال په زابل کې د WHO مسوول ډاکټر محمد عمر وويل، چې د پوليو ناروغۍ پر وړاندې به کلکه مبارزه وکړي او ژمنه يې وکړه، چې د پوليو واکسين به د زابل تر ګوټ ګوټ ورسوي.دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې عامې روغتيا وزارت د هېواد په ۱۶ ولايتونو کې د پوليو واکسين د پيل خبر ورکړی و.