افغانستانخبرونه

په زابل کې د مېوو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړېږي

د زابل د کرنې رياست مسئولين وايي: په دې ولايت کې د کرنې په برخه کې بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې پر مټ به يې وکړای شي، چې راتلونکي کال د کرنې سکتور د ودې کال وي، د زابل د کرنې رياست رئيس مولوي عطاءالله راشد له باختر اژانس سره د مرکې په ترڅ کې ويلي: له سوداګرو سره مو ناسته کړې او هغه کسان چې جوازونه لري، ۲۵ سلنه مصرف ورکولای شي موږ ورته د ميوې اوسبزيجاتو د ساتنې لپاره سړه خونه ورته جوړوو.ښاغلي راشد وويل: موږ د همکاره مؤسسو د همکارۍ پر مټ د ۱۰ سړو خونو د جوړونې وړانديز کړی، چې منل شوي، د دې خونو د جوړولو لپاره ۲۵ سلنه مصرف پر سوداګر او هغه شخص راځي چې سړه خونه ورته جوړيږي او پاتې ۷۵ سلنه مصرف يې موږ ورکوو، اوهر څوک چې دا ۲۵ سلنه مصرف پوره کولاي شي، د راتلوونکي کال لپاره ورته سړې خونې جوړوو.نوموړي زياته کړه: رياست يې تراوسه په مرکز او ولسواليو کې له کروندګرو او عامو خلکو سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې بېلابېلې مرستې کړې ،چې تر يوې کچې پوري يې د خلکو او کروندګرو اړتيا وي پوره کړې دي.ښاغلي راشد زياته کړه راتلونکي پسرلي ته چمتوالي لري ،چې له کروندګرو سره د دوا درملو په برخه او تخمونو په برخه کې مرستې وکړي او هغوي ته مشورې ورکړي، چې له کومو لارو چارو کولاي شي خپل حاصلات او باغونه سم کړي.هغه زيري ورکړ روان کال يې د غنمو د حاصلاتو د زياتوالي لپاره له ۱۴ زره کروندګرو سره د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي کود مرسته کړې چې د نوي کال لپاره زياتې هيلې شته چې د غنمو حاصل به ښه او د نورو کلونو په پرتله زيات شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *