افغانستانخبرونه

په زابل کې د ترافيکي پېښو له امله ۱۳ تنو مرګ ژوبله اوښتې

د زابل دامنيې قوماندانۍ چارواکي وايي ،چې د دې ولايت په دوو جلا ترافيکي پېښو کې دوه تنه مړه او ۱۱ تنه ټپيان شوي دي. د زابل د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر وايي، لومړۍ پېښه د مرکز کلات اړوند د مغليزو او دويمه پېښه د پل سنګي په سيمه کې رامنځته شوې چې په دواړو پېښو کې ۱۱ تنه ټپيان شوي او دوه تنه نور مړه شوي دي. بل لور ته د زابل د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکتر نذيراحمد حريفال وايي ،چې د پېښو له سيمو ولايتي روغتون ته ۱۱ ټپيان او د دوو تنو جسدونه ور وړل شوي ،چې په وينا يې ټپيان تر درملنې لاندې د او د دو تنو روغتيايي حالت نازک و،چې د کندهار ميرويس روغتون لېږدول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *