
د زابل ولايتي مسئولينو په دغه ولايت کې ((انټرساس)) موسسې ته يو ځل بيا د فعاليت اجازه ورکړې.له ياد ولايت څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د زابل د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي د دغې موسسې له مشر جوشوا سره په کتنه کې ويلي، چې دغه موسسه بايد اسلامي اصول او افغاني دود رعايت او د عامې روغتيا وزارت پاليسيو ته په پام خپل فعاليت پيل کړي.په دې ناسته کې ويل شوي ،چې ياده موسسه به خپل خدمتونه تر لرې پرتو سيمو رسوي.څه موده وړاندې د زابل د روغتيا رياست چارواکو د يادې موسسې فعاليتونه د ناسمو خدمتونو وړاندې کولو له کبله درولي وو.