
د زابل او لغمان امنيتي مسئولين وايي، چې په دغو ولايتونو کې پر ۱۲ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.د زابل امنيه قوماندانۍ خبر ورکوي، چې د زابل په دايچوپان او مرکز کلات کې يې د کوکنارو ۹ جريبه کښت له منځه وړي دي.د زابل د امنيه قوماندانۍ وياند قاري ذبيح الله جوهر باختر آژانس ته ويلي: د زابل په دايچوپان او مرکز کلات ښار کې يې د کوکنارو ۹ جريبه کښت له منځه وړي دي.ورته مهال دفراه امنيتي مسئولين وايي، چې د دغه ولايت د فراهرود ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې يې پر ۳ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم په دغو ولايتونو کې پر لسګونه جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي وو.