
ښاري او ترانسپورتي آسانتياو ته د ښاريانو د لاس رسي په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ د (۷۸) زره امريکايي ډالرو په لګښت په دويمه ناحيه کې د پنځو نښلونکو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې.د دويمې ناحيې رئيس مولوي شبېراحمد صابر وويل ،چې دغه نښلونکي سړکونه د يادې ناحيې اداري ودانۍ ته څېرمه د کارته آريانا او بيني نېزار سيمې په (۴) او (۵) ګذرونو کې د ۴۰،۱۸۶،۷۳،۹۲ او ۴۳ متره په اوږدوالي او بېلابېل پراخوالي سره چې، په ټوله کې (۴۳۴)متره کېږي په بنسټيزه توګه جوړيږي. نوموړي په راتلونکو ورځو کې د دوه نورو نښلونکو سړکونو دجوړولو خبر هم ورکړ چې، ددغو سړکونو په جوړيدو سره به د سيمې د اوسيدونکو ترانسپورټي او سيمه ييزې ستونزې حل شي.
د يادو سړکونو انجنير وويل چې، په دې پروژه کې (۶۶۸۶)تنو ښاريانو ته کاري زمينه برابريږي او د پروژې چارې به د لښتيو په ګډون په (۶۰) کاري ورځو کې بشپړې شي.